کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
له سوریې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې پر یو موټر د سړک غاړې ماین چاودنې ۳۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی دی چې دا پېښه د سوریې د درعا ښار اړوند په “دیرالعدس” سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې پنځه کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
راپور کې د درعا سیمه ییزو چارواکو له قوله راغلي چې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
باید وویل شي چې تر اوسه د یادې چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلی خو تر دې وړاندې دغه ډول چاودنې د داعش په ګډون نورو وسله والو ډلو ترسره کړې دي.
















