کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د اسراییلي اشغالګرو ځواکونو جنګي الوتکو نن سهار وختي په غزې تړانګه کې د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لیوا” په څو اهدافو هوایي بریدونه کړي دي.
د “عربي ۲۱” رسنۍ د خبر له مخې د اسراییلي اشغالګرو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په مرکزي سیمه کې د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لیوا” اړوند د “صلاح الدین ایوبي” پوځي مرکز په نښه کړ او دغه راز یې د الزیتون سیمې په ختیځ کې ځینې نور مرکزونه هم ویشتلي دي.
د حماس غورځنګ د پوځي څانګې ویاند “ابوعبیده” د اسراییلي اشغالګرو د هوایي بریدونو پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.
په ورته مهال له غزې یو شمېر سرچینو عربي ۲۱ رسنۍ ته ویلي، چې د اسراییلو هوایي بریدونو کې د حماس اړوند په نښه شوي پوځي مرکزونه ویجاړ شوي او مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
د اسراییلي اشغالګر پوځ ویاند بیا رسنیو ته ویلي، چې بریدونه یې بریالي و او د حماس اړوند څو ډرون الوتکې، توغندي او ګڼ شمېر ډول، ډول مهمات یې پکې له منځه وړي دي.
د حماس مقاومتي غورځنګ د پوځي څانګې ویاند ابوعبیده بیا د غچ اخیستو خبرداری ورکړی دی او په خبره یې د اشغالګرو بریدونه به بې ځوابه پرېنږدي.


















