کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي ولسمشر زلینسکي په خپلو تازه څرګندونو کې په لویدیځو هیوادونو غږ کړی، که مرسته ور سره ونه کړي ځواکونه به یې روحیه وبایلي او روسان به د پلازمینې کېیف پر لور پرمختګ وکړي.
نوموړي په روسیې تور لګولی چې غواړي اوکراین د ځمکې له نقشې ورک کړي، ښارونه یې ویجاړ کړي او خلک یې ووژني خو نړیوالو ځانونه کاڼه اچولي او د اوکراین لاسنیوی نه کوي.
ولسمشر زلینسکي کې یوځل بیا ژمنه کړې چې د وینې تر وروستي څاڅکې به د خپلې خاورې څخه دفاع کوي خو دا قضاوت به بیا تاریخ کوي چې د اوکراین متحدینو څنګه اوکرایني وکړي د روسیې وحشتونه ته یوازې پرایښې وو.
باید وویل شي چې د اوکراین په ختیځ کې ډیر ښارونه د روسي ځواکونو لاسونو ته لویدلي دي او د پلازمینې کېیف په ګډون د یاد هیواد په نورو سیمو هم د روسیې هوایي او توغندیز بریدونه دوام لري.


















