کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې سوډاني حکومت د اخوان المسلمین اسلامپال ګوند ۱۲ غړي او د هغوی کورنۍ چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې په دغه هیواد کې پناه اخیستې وه مصري استخباراتو ته سپارلي.
د اخوان المسلمین ګوند اړوند یوې سرچینې “العربیه” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې سوډانې چارواکو د دې ډلې ۲۱ تنه مصري غړي او د هغوی کورنۍ نن سهار پلازمینه “خرطوم” کې مصري استخباراتي ادارې ته سپارلي دي.
یادې سرچینې ویلي، چې په سپارل شویو کسانو کې عصام عبدالمجید، دیاب سید، اکرم عبدالبدیع، احمد محمود، محمد ابراهیم، مونا سعید جدالله، یوسف محمد ابراهیم او د دوی اړوند ځینې نور غړي شامل دي.
په ورته مهال راپورونه وایي، چې د اخوان المسلمین ګوند ویاند “هشام نورالدین عبدالله” چې له ۲۰۱۳ م کال راهیسې په سوډان کې اوسېده او له رسنیو سره به یې د یاد ګوند په استازیتوب خبرې کولې ترکیې ته د تګ پرمهال ورک شوی دی.
د اخوان المسلمین ګوند سرچینو د سوډان په حکومت تور لګولی چې نوموړی یې په پټه توګه مصري استخباراتو ته سپارلی دی.
باید وویل شي چې تر دې دمه مصري چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو د سوډانې حکومت یو شمیر سرچینې تاییدوي چې دغه کسان یې مصر ته تسلیم کړي دي.


















