تور جادوګر
کیسه_کا یو بزګر له عادت سره سم سهار مهال له کوره ووت، خپله مېرمن او اولاد یې پرېښودل او د خپلي ځمکي لورته روان شو ، په ځمکه کې یې په ونو کې څه کار و ، تبر یې له ځانه سره واخیست او روان شو ، پخوا به هر ماښام بزګر بېرته کورته راستنیدی ، خو په دې ماښام راستون نه شو ، کوروالو او کلیوالو یې ډېره پلټنه وکړه خو سړی تری تم ورک شو او ورکه یې شل کاله اوږده شو!
د ژوند کیسې اوږدې وي، خو موږ یې رالنډوو ، شل کاله وروسته یې مېرمني ته چا دروازه وروټکوله، دروازه یې چې خلاصه کړه مېړه یې و او هماغه تبر یې پر وږه و چې شل کاله پخوا یې په ځکمه کې د کار لپاره له ځانه سره وړی و. مېرمني یې په خوشاله د هغه هرکلی وکړ ، سړی کورته ننوت ، مېرمن او اولاودونه یې پرې راتاو شول او ده د خپل شل کلن غیاب او ورکیدا ټوله کیسه داسې ورته پیل کړه:
په کومه ورځ چې زه له کوره ووتلم ، په لاره کې مې یو سړی ولید ، هغه داسې برېښیده لکه کوم شی چې غواړي او یا د چا انتظار کوي ، زه یې چې ولیدلم رانږدې شو ، په غاړه یې لاس را واړوه او په غوږ کې راته وګوڼیدی ، پوه نه شوم چې څه یې وویل ، ما ورته وویل :پوه نه شوم ؟ سړي له شره ډکه خندا وکړه او بیا یې راته وویل : ګوره دا د (تور جادو) منتر یا دم و، چې ستا د روح په تل کې مې پو کړ ، اوس چې تر څو ته ژوندی یې زما غلام به یې او که زما د خبري مخالفت وکړې سرکشه شیطانان به دې وتښتوي ، بدن به دي ټوټه کړي او تر څو چې د پېریانو پاچا ژوندی وي روح به دي په سخت عذاب اخته کړي.
بزګر د خپل غياب او ورکي ترخه کیسه وغځوله او زیاته یې کړه : بیا همدې شریر سړي زه ډېر لیري هیواد ته بوتلم ، خپل کورته یې چې ورسولم هلته زما په څېر ډېر نور بدخته انسانان هم وو او زما په څېر همدې ( تور ساحر ) د سحر او کوډو په زور هلته راوستې وو . هلته به زه او نور ټول شپه او ورځ د ده په خدمت کې لګیا وو ، تور جادوګر زما او نورو ټولو په غاړو کې کلیانې را اچولې وې، ما ښام به یې هر یو خپلي بندخوني ته د ننه کړو او په همدې کیلیانو به یې قلفونه بند کړل .
دا سړی ډېر سخت ظالم و او پر موږ یې خورا ډېر ظلمونه وکړل ، ما په خپلو ملګرو کې ډېر کسان ولیدل چې هغه ته به یې د ماشومانو په څېر ژړل او ورته ویل به یې چې له دې ظلم نه مو خلاص کړه، خو هغه به ورته ویل : په خدای قسم زه د دې جادو د ماتولو وس نه لرم ، ستاسو د خلاصون لاره نشته، تاسو په مخکې همدا یوه لاره لرﺉ او هغه دا چې زما تر مرګه پوري زما خدمت وکړﺉ او ما خوشاله ولرﺉ.
تور جادوګر په عمر لوی شو ، او اخر د مرګ په ناروغي پریوت ، یوه ورځ یې زه څنګ ته ولاړ وم او ورته ومې ویل : جنابه ! ستا د مرګ شیبې رانږدې شوې دي او موږ نه پوهیږو چې له تا وروسته به له دې تور جادو ځانونه څنګه خلاصوو ؟ تور جادوګر له شره ډکه خندا وکړه او بیا یې دا لاندې خبرې راته وکړې.
ای احمقه ! زه په سحر او جادو هیڅ نه پوهیږم ، ستاسو په غوږونو کې مې چې کومې منترې ویلې دي او بیا مې هغه په تور سحر درته یادې کړې دي هغه سپېره دروغ او دجل و، چې تاسو مې تراوسه په هغو دروغو باندې په ګورت کې نیولې یئ ، سحر محر نشته ستاسو کمزوریو نفسونو او د هلاکت ویرې تاسو زما غلامان ګرځولې یاست ، که ستاسو عقلونه پاخه او ځواکمن وی مخکې به مو لا زما له غلامي نه ځانونه خلاص کړې وو ، تاسو ته خدای دا ستا په غاړه کې د کیلي په څیر عقل درکړی دی چې د ژوند هره ستونزه په هغه خلاصولی شې ، خو ستاسو وهم او ویره ستاسو پر عقلونو برلاسه شوې ده او ځکه مو ټول عمر زما په غلامي کې تېر کړ . ما به چې د شپې له مخي ستاسو ژړاوې او فریادونه اوریدل ستاسو حماقت او ناپوهي ته به حیران پاته وم .
بزګر وایې زه په منډه خپلي خونې ته روان شوم، څو خپل تبر را واخلم او تور جادوګر ووژنم، خو چې بیرته راغلم ده خپله خبیثه سا ورکړې وه او مړ شوی و ، نورو ملګرو ته مې د تورجادوګر له خولې زما او د دوی د حماقت کیسه وکړه ، هغوی راغلل ، د ده بدن یې ټوټه کړ او په اور کې یې وریت کړ .
بزګر او ملګري یې شل کاله وروسته د تور جادوګر له غلامي خلاص شول، ځکه د دوی نصیب ښه و چې د یوه جادوګر په جادو کې راګیرشوې وو او جادوګر یې هم یوڅه رحم دله و! چې اخیر یې له حقیقته خبر کړل ، زموږ ولس خو د سلهاوو او زرهاوو جادوګرو په جال کې نښتی ده او جادوګر مو هم په سینو کې د کاڼو زړونه لري.
په کیسه کې د تور جادوګر خبرې یو ځل بیا ولولئ او په خپله سیمه کې د کوډګرو او جادوګرو کړه وړه او زموږ له حماقتونو نه د هغوی ګټو پورته کولو ته ځیر شئ . زموږ ډېری دمګري کوډګر ، جادوګر وغیره سخت ظالمان دي او له دې تورجادوګر نه ډېر بې رحمه او د خدای دښمنان دي ، زموږ ساده زړي او وهم ځپلي غریب خلک یې تل دروهلي ، لوټ کړي او په ګڼ شمیر کورنیو جګړو او فسادونو یې اخته کړي دي ، ناپوه او ساده خلک یې په شر او پسات خامخا پوه کړﺉ. کیسې او پندونه دویم ټوک ناچاپ.


















