د متقي او کاملوف لیدنه؛ افغانستان او ازبکستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

ازبکستان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر “عبدالعزیز کاملوف” په کابل کې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر “امیرخان متقي” سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي مسایلو او ترانزیتي چارو خبرې شوې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي کاملوف ویلي، چې د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري او دوی هڅه کوي چې افغان لوري سره اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا ډاډ ورکړی، چې افغانستان سره به د بشر دوستانه مرستو د رسولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د دایمي ثبات پر اهمت ټینګار شوی او د ټولو په ګټه بلل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button