ایران: د دوو ملایانو پر وژنې تورن کس اعدام شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په مشهد کې د دوو شیعه مذهبي مشرانو پر وژنې تورن کس نن سهار وختي اعدام شوی دی.

ایراني رسنۍ وایي، چې ازبيک توکمی “عبدالطيف مرادي” چې د مشهد په امام رضا زيارت کې يې پر دريو مذهبي مشرانو د چړې بريد کړی و نن سهار د دغه ښار په “وکيل اباد” زندان کې په دار ځړول شوی دی.

مرادي چې له داعش وسله والې سره د اړيکو په لرلو او د وحشت په خپرولو تورن و تیره میاشت د ایران سترې محکمې ورته د مرګ سزا اورولې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button