ایتوپیا کې روانې شخړې؛ ۲۳۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د ایتوپیا په “ارومیا” ایالت کې د امهارا په نوم د یوې قبیلې په کلي برید شوی، چې په پایله کې یې ۲۳۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
اسوشیېټېد پرېس خبري اژانس د ایتوپیايي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې دا برید پرون یکشنبه د جون میاشتې په ۱۹ مه نېټه سهار وختي شوی او د سیمې خلکو خپل وژل شوي کسان په ډله ییزو قبرونو کې خښ کړي دي.
د برید پړه د یوې بلې سیالې قبیلې پر جنګیالیو اچول شوې ده؛ خو د ارومو قبیله وایي، چې برید ایتوپیایي پوځ کړی دی ترڅو په سیمه کې مداخلې ته لاره هواره کړي.
د ایتوپیا حکومت وایي چې سیمه کې لا هم توده جګړه روانه ده او دوی سیمې ته پوځیان لیږلي دي ترڅو حالات تر کنترول لاندې راولي.
باید وویل شي چې په ایتوپیا کې قومي جګړې اوږده مخینه لري، خو په یوځل د دومره ډېرو خلکو وژل کېدل یې د تاریخ تر ټولو زړه بوږنونکې پېښه بلل شوې ده.



