پکتیکا- خوست زلزله؛ چارواکو تر اوسه د ۲۸۰ تنو د وژل کېدو او تر ۶۰۰ زياتو ټپیانو خبر ورکړ

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱ سرطان، ۱۴۰۱ل)

ځايي چارواکو د کابل ټکی کام همکار ته ویلي، چې په پکتیکا او خوست ولایت کې د تیرې شپې په زلزله کې تر دې دمه ۲۸۰ تنه وژل شوي او تر ۶۰۰ تنو څخه زيات ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وينا، ممکن د مړو شمیره نوره هم لوړه شي.

د بېګانۍ زلزلې له امله د پکتيکا ولایت په نکې، زیړوک، برملې او ګیان ولسوالیو کې زيات ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

سیمې ته د دفاع، کورنيو، حوادثو وزارتونو او سرې مياشتې ژغورنې ډلې رسیدلي دي.

ټپیان په چورلکو او امبولانسونو کې روغتونونو ته د انتقالولو لړۍ روانه ده.

د امریکا د جیالوجیکل سروې د ادارې د اټکل له مخې د دې زلزلې شدت 6.1 درجې وو.

مربوطه مطالب

Back to top button