خوست او پکتیکا کې بیګانۍ زلزلې ۵۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

بیګانۍ زلزلې پکتیکا او خوست کې ۲۸۰ کسان مړه کړي دي

له خوست او پکتیکا ولایتونو وروستي راپورونه وایي چې د تېرې شپې زورورې زلزلې ۵۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا زلزله چې ټکان یې د هېواد په ډېریو سیمو کې احساس شوي دي، مرکز یې خوست و د ریښتر په ۶.۱ درجې شدت یې خوست او ورڅېرمه ولایتونه لړزولي دي. د خوست د اطلاعات او فرهنګ رییس “شبیر احمد عثماني” رسنیو ته ویلي چې د بیګانۍ زلزلې له امله د د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان-دوبۍ سیمه کې ۲۵ کسان مړه شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.

https://twitter.com/attaallah_/status/1539476367145938945?t=zFxvqBmIr1az23Dt35QMzQ&s=19

په ورته مهال د پکتیکا ولایت چارواکي وایي، چې د تېرې شپې زلزلې د دغه ولایت په برمل، زېړوک، نکه او ګیان ولسوالیو کې لږ تر لږه ۲۵۵ کسان مړه کړي او ۱۵۵ نور ټپيان شوي دي.

چارواکو د تلفاتو دا شمېر لومړنی بللی او زیاته کړې یې ده چې ښایي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

باید وویل شي چې زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د مرستیال لومړی وزیر “ملا غبدالغني برادر” په مشرۍ د کابینې بیړنۍ غونډه روانه ده او زلزله ځپلو سیمو ته چورلکې او د ژغورنې ډلې رسیدلي ترڅو ټپیان په عاجله توګه د مرکز کابل او نورو ولایتونو روغتونونو ته ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button