کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
له اوکراین وروستي راپورونه وایي، چې په خارکېیف ښار د روسیې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خارکېیف والي “اوله سینګوبوف” العربیه تلویزیوني شبکې ته ویلي چې له تېرې شپې راهیسي د دغه ښار په مختلفو سیمو باندې د روسي پوځیانو هوایي بریدونه پیل شوي دي چې په پایله کې یې د ده په خبره ۱۵ ملکيان وژل شوي او ۱۵ نور ټيپان دي.
نوموړي ویلي چې روسي پوځیان پر هیچا هم رحم نه کوي او په خبره یې، هغوی هیڅ جنګي قوانینو ته درناوی نه لري.
په ورته مهال د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” یو ځل بیاپه اوکراین کې د عملیاتو د دوام خبره کړې ده او خبرداری یې ورکړی دی که اوکرایني پوځیان جګړې ته دوام ورکړي و به وژل شي.


















