چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

که څوک خفه کیږي او که خوشحالیږي زه مې د خپل سنګر ملګري سره یو څو خبرې کوم

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جون 22, 2022
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
54
ځلې شریک شوی
677
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

که څوک خفه کیږي او که خوشحالیږي زه مې د خپل سنګر ملګري سره یو څو خبرې کوم:

م- همراز

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

زما ګرانه طالب جانه لا تحزن!
په دې شاوخوا اته میاشتو کې مې داسې د زړه وینې توی شوی دي تاسې یقین وکړئ ږیره مې ټوله بې وخته سپینه شوه،
هغه چې په لمنه کې یې دخپلو شهیدانو ملګرو غوښې راټولولې،هغه ګران طالب چې کلونه کلونه یې په زندان کې ځواني ایره کړه،هغه ګلالي طالب چې شل کاله یې د غوږ نه د دښمن د ډرون غږ او ویره نه ده لرې شوې،هغه طالب جان مې چې د اسلام او وطن د ساتلو په خاطر یې مور پلار او ټولو خپلو خپلوانو ته شا کړې وه،هغه خاکساره زړګې مې چې مشران یې حتی سارا ګشت ته یواځې نه پریښودل بهر ورته پیره وو چې څه خطر ورته پیښ نه شي ،هغه ګلالي او مطیع ملګري چې په سختو کې یې د خپل مشر امر د سر په سترګو منلی او مرګ ته یې په فخر غاړه ورکړې ، هغه غازي چې بلاخره یې د نړۍ زبر زواک په ګونډو کړ، خو افسوس! چې نن مې دغه محترم، دا ښاغلي دا مخلص قدردان او سر سپارلې مجاهد په داسې حال کې ولیده چې، سپیره مخ خواره څیره، یو راته وایي: چې ما څوک وزارت ته نه پریږي چې د خپلو مشرانو دیدن وکړم او لاسونه یې ښکل کړم،بل وایي: مولوي صیب زمونږ په سر یې د تیر حکومت مفسد مشر کړې هره ورځ راباندې لکه د قیامت داسې تیریږي،بل وایي:
چې شپږ میاشتې وشوې چې، کله په یو چک پوانټ کله په بل او کله په یو کنډک او کله په بل کنډک، د خوراک وړه په کورکې نه لرم چرت مې هم نه دې خراب خو تیره ورځ مې ښځې پیغور را کړ او راته یې وویل چې اوس خو ستاسو حکومت شو کنه اوس دې هم په کور کې د وړو او غوړیو درک نشته دښځې له دې پیغور نه رسته بیا کور ته نه یم تللې نه مې کور ته زړه کیږي،
بل طالب جان راته وایې: زه چې په کومه اداره کې کار کوم هلته ټول داسې خلک مقرر شوې چې جمهوریت پلوه وو د امارت عقیدوي دښمنان وو اوس هم دي او په اینده کې به هم وي خو هیڅ توان نه لرم چې مخه یې ونیسم د مفسدینو په دروغ شیطانت د مجاهدینو محاکمه کول،عزل کول،تورونه پرې لږیدل دا او دې ته ورته ډیرو داسې حالاتو سره مخ شوم خو،زما ګرانه طالب جانه لږ دقت وکړه،لږ متوجې شه لږ صبر وکړه او د خپل شان او حیثیت مطابق حوصله وکړه،پام چې شیطان او نفس دې غلت نه کړي،پام چې د دنیا مال، دولت او قدرت دې خطا نه کړي،هغه وخت یاد کړه ته به چې په موټر سایکل او یا هم په غرونو کې پیدل ګرزیدلې هره شیبه به د شهادت فکر درسره وو خو نن الله ج په ټول هیواد کې په اسلامي فضا کې د ازاد ژوند کولو زمینه درته برابره کړه،اوس د جمهورت پر ځای امارت حاکم دی،اوس د پردیو اشغالګرو ټغر ټول دې اوس ستا د ولس په کورونو چاپه نشته،اوس عزت د خارجانو په لاس لیلام نه دې اوس دې څوک دین او ناموس ته په سپکه نه ګوري اوس د تورې لونګۍ او لوې ږیرې سره په سنت سیرت برابر ډاډه ګرزیدلې شې د دین او اسلام هره خبره په ډاډه زړه کولې شې…ایا مونږ ددې پورته یو نعمت شکر ویسلو ته متوجه شوې یو،ایا کله مو هم د شکر لمنوځ ادا کړې ایا کله مو الله ج ته د شکر نفلي اوښکې توی کړی،ایا کله مو هم د صبر،حوصلې او زغم اراده کړې
ته پوهیږي چې زمونږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم معصوم وو خو بیا یې هم تر هر چا ډیر عبادت کولو په شپو شپو د الله ج په حضور کې ولاړ وو ژړاګانې او فریادونه به یې کول،دا سمه ده چې په تا راغلي پورتني حالات ژړا نه بلکې د زړه نه مې وینې درسره تویږي خو ای ګرانه مجاهده،غازي،د شهید وارثه،زخمي،تا ته مالومات نشته چې ستا د تیر جهاد یوه ثانیه که الله ج ته قبوله شوې وي تاته د دنیا او مافیها نه بهتره ده، ته نه پوهیږې چې الله ج تاته اوس په همدې تکلیف اجر درکوي که ته اوس په همدې خپل حالت صبر وکړې نو ددې صبر اجر ډیر لوی دی،ګرانه قربان دې شم د اصلاح په خاطر خپله هڅه او هاند کوه خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا په یاد لره چې تور حبشي او د وړکې سر څښتن درباندې امیر شو اطاعت به يې کوې ،ګرانه یو حدیث شریف مې اوریدلې چې رسول الله صلی الله وفرمایل چې داسې وخت به راشې چې د مسلمانانو امیر به خپل امرونه پخوې مطلب د حق ناحق اهل نا اهل.. په قصه کې به ډیر نه وي،صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې یا رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وخت کې بیا مونږ څه وکړو،رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې تاسو اطاعت وکړئ د امرانو سره به الله ج حساب کتاب کوي.
الله ج فرمایي:
ان مع العسر یسرا
ګرنه لکه څنګه چې الله ج په سختۍ پسې اساني راوستله همداسې بیا هم الله ج په سختۍ پسې اسانې راولي.
مشران له هر څه خبریږي، که نه خبريږي مونږ اوتاسو به یې خبروو ان شاالله، خو دې کړیدلي ولس ته د لویې حوصلې والا ساتونکي پکار دي، ته لږ نور هم راتم شه، ایران، ترکې او نورو هیوادونو ته د رزق ګټلو په خاطر د تګ اراده مه کوه، رزق الله ج ورکوي خیر دی، دې نظام سره د پریکون پریکړه مه کوه یو ځل به خامخا بیا د خدمت موقع په لاس درځي را پخلا شه او خپله مبارزه هم مه پریږده.
یو ړند ادیب وایي:
د ظالمانو پر ظلم، د مکارانو پر مکر او د جابرانو پر جبر یوازې پینځه دقیقې صبر وکړه، ډېر ژر به یې زور پرځمکه پرېوځي او زولنې به ماتې شي، بندي به د باندې راووځي، تیاره به ورکه شي او رڼا به ښکاره شي، ته یوازې صبر وکړه،
سر دې را پورته کړه غاړه راکړه مه خفه کیږه، الله ج زمونږ سره دی ان شاالله.
لاتحزن ان الله معنا.

مخکینې مطلب

د اوکرایین جګړه؛ په خارکېیف ښار د روسیې په هوایي بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي

بل مطلب

شيخ هبت الله؛ له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو زلزله ځپلو سره د مرستو غوښتنه کړې

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کورنيو چارو وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com