کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره طالب مشر شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده د خواخوږۍ پيغام خپور کړی او له نړيوالو بنسټونو يې د مرستو غوښتنه کړې ده.
په دې پيغام کې د نږدې زر کسانو ته د مرګ ژوبلې رسېدو يادونه شوې او ويلي دي چې دا احتمال هم شته چې د مرګ ژوبلې کچه لا لوړه شي.
په پيغام کې راغلي: د افغانستان ا.ا د دغې لوی پيښې له امله د ټولو قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره ژوره خواشینی څرګندوي، غمځپلو کورنیو او متعلقینوته يې له الله تعالی څخه د زغم او صبرهیله کوي، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانوته عاجله شفا غواړي.
طالب مشر د حوادثو ضد وزارت، ورسره ټولو اړونده مسئولینو، واليانو او عامو افغانانوته لارښونه کړې، چې له خپلو ټولو امکاناتو سره هرڅه ژر د پيښې ځای ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو په را ایستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او د بې سرپنا شوو سره د عاجلو مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي.
همدارنګه په پيغام کې، له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشر پالو نهادونو څخه هم غوښتنه شوې، چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس وکړي او له غم ځپلو سره هرڅومره چې ممکنه وي خپلې مرستې ونه سپموي.


















