چین وایي افغانستان کې له زلزله ځپلو سره بېړنو مرستو ته چمتو یو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
چین وایي افغانستان کې له زلزله ځپلو سره بېړنیو مرستو ته چمتو یو.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هیواد یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د خپلې همدردۍ مراتب له افغان حکومت او ولس سره شریکوي.
خبر پاڼه کې راغلي: د تېرې شپې پر زلزلې او دغه راز له امله یې پر اوښتو تلفاتو خواشیني دي.
یاد هیواد ژمنه کړې چې له افغانستان سره مرستو ته تیار دي او په خبره یې ژر به زلزله ځپلو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې له خوست او پکتیکا ولایتونو وروستي را رسیدلي راپورونه وایي، چې د تیرې شپې د زلزلې له امله ۹۲۰ تنه وژل شوي، سلګونه ټپیان دي او ګڼ نور تر خاورو لاندې دي چې د ژغورنې ډلې یې د را ایستلو هڅې کوي.



