افغان چارواکي: د تېرې شپې په زلزلې کې ۱۰۰۰ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې د ورستۍ زلزلې له امله ۱۰۰۰ تنه مړه او څه باندې ۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه یوه نیمه بجه یوې زورورې زلزلې د پکتیکا، پکتیا او خوست په ګډون د هیواد یو شمېر ولایتونه لړزولي چې له امله یې د یادو ولایتونو اوسېدونکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
خبر پاڼه وایي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د پکتیکا ولایت په نکې، زیړوک، برمل او ګیان ولسوالیو او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ تنه مړه او ۶۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت مرستیال، مولوي شرف الدین مسلم د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ نېټه) د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه مرکز له رییس سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال وویل: ” له زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مرستې په موخه، د ریاست الوزراء لخوا عاجله ناسته وشوه، چې په دې ناسته کې پېښتو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ، د کرنې، عامې روغتیا، کډولو او رساتنېدونکو چارو او ملي دفاع وزارتونو، سرې میاشتې او نورو اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، څو له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره بېړني اقدامات وکړي”.
ښاغلي مسلم څرګنده کړې چې په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې په سملاسي ډول دی د هر وژل شوي له کورنۍ سره یو لک (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ او د هر ټپي له کورنۍ سره پنځوس زره (۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشي.
دغه راز په دې خبري ناسته د “اسلامي امارت” د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس “قاري محمد یوسف احمدي” لخوا د اسلامي امارت د زعیم شیخ هبة الله د خواخوږۍ پیغام هم ولوستل شو.
د ا.ا.ا د زعیم د خواخوږۍ د پیغام په یوه برخه کې راغلي”په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه د پکتیکا ولایت د ګیان، نکې، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپیرې ولسوالیو په مربوطاتو کې شدیده زلزله شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې سلګونه کورونه نړیدلي او په تأسف سره چې شاوخوا زر (۱۰۰۰) تنه هیوادوال شهیدان او له ۶۰۰ زیات ټپيان شوي”.
همداراز د یاد پیغام په بله برخه کې راغلي” د اسلامي امارت د حوادثو ضد وزارت، ورسره ټولو اړونده مسئولینو، والي صاحبانو او عامو افغانانوته لارښونه کوي، چې له خپلو ټولو امکاناتو سره هرڅه ژر د پيښې ځای ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو په را ایستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او د بې سرپنا شوو سره د عاجلو مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي. ورسره له نړیوالې ټولنې، خیره بنسټونو او ټولو بشر پالو نهادونو څخه هم غواړو چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس یو کړي او له غم ځپلو سره هرڅومره چې ممکنه وي خپلې مرستې وکړي”.
د راپورونو له مخې اوسمهال په سیمه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې او ټپیانو د انتقال لپاره د اسلامي امارت د اړوندو ادارو ساحوي ټیمونه شتون لري او په چټکۍ سره د مرستې رسونې کارونه دوام لري.



