د پاکستان اطلاعاتو وزيره: افغانستان کې زلزله ځپلو لپاره غذايي او غير غذايي مرسته لېږو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د پاکستان د اطلاعاتو وزيره مريم اورنګزيب وايي، چې افغانستان ته د زلزله ځپلو لپاره د غذايي او غير غذايي موادو مرسته لېږي.

مريم اورنګزيب ويلي، دا مرسته چې پکې خوراکي مواد، خيمې، کمپلې او نور د اړتيا وړ توکي شامل دي.

آغلې مريم اورنګزيب زياتوي، چې دا مرسته د دغې هېواد د لومړي وزير شهباز شريف په سپارښتنه افغانستان ته لېږل کېږي.

نوموړې زياته کړې، ‏پاکستان په خوست او پکتیکا کې د پاک افغان غلام خان او انګور اډه پولې د زلزلې د زخمیانو لپاره پرانستلې په وينا يې:«ترتیبات بشپړ شوي دي. ټپيان به ډېر ژر پاکستان ته ولېږدول شي. موږ په سخت وخت کې د خپلو افغان وروڼو ترڅنګ ولاړ یو.»

مربوطه مطالب

Back to top button