کابل ټکی کام (جمعه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې د سوریې حکومت په “رقه” ولایت کې د داعش په ګډون د وسله والو ډلو پرضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
عربي ۲۱ رسنۍ د سوریې د وسله والو ځواکونو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د رقې په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنه جګړه روانه ده چې دواړو لوریو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په لندن کې ده، د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې حکومتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د خبرپاڼې له مخې د روسیې جنګي الوتکو د وسله والو په یوه پټنځای برید کړی، چې په پایله کې یې تر ۱۰۰ تنو پورې داعش وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
باید وویل شي چې د سوریې حکومت وروسته له هغه په رقه ولایت کې پراخ عملیات پیل کړل، چې تیره ورځ ناوخته د یا ولایت په اړوند سیمه کې داعش وسله والو د حکومتي ځواکونو پر کاروان برید کړی و، چې په پایله کې ۲۶ پوځیان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي وو.


















