ملګري ملتونه: د نړیوالو او اسلامي امارت ترمنځ تعامل د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي “انتونیو ګوتریش” ځانګړي استازي “رامیز الاکبروف” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د نړیوالې ټولنې او “اسلامي امارت” ترمنځ ” تعامل ” د افغانانو په ګډون د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهم دی.

نوموړي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته  په وینا کې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان حکومت ته په خطاب کې وویل: موږ لا هم په دې باوري یو چې افغانستان کې د اوسنیو واکمنانانو سره خبرې اترې او تعامل  د افغانستان د ګټو او د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره یواځینۍ حل لار ده.”

الاکبروف د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه “موږ په نظر کې لرو چې په راتلونکې میاشت کې سیاسي مشورې زیاتې کړو او په اوږد مهال کې، د موجوده افغان حکومت سره د تعامل د ډیرولو په موخه ځینې زړور ګامونه اوچت کړو.”.

الاکبروف  ټینګار وکړ، که څه هم نړیواله ټولنه او اسلامي امارت د سیاسي حقونو، بشري او ښځو حقونو په برخه کې له یو بل څخه لرې پاتې دي،خو  د ګډو اندیښنو لکه د نشه یي توکو د کنټرول ، ماین پاکۍ او  د افغانانو د ژوند د ښه کولو په برخه کې  کیدای شي چې په همکارۍ کې پرمختګ وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی مني چې اسلامي امارت سره د تعامل په مخ کې سترې ننګونې پرتې دې؛ خو دواړه اسلامي امارت او نړیواله ټولنه باید له زغم څخه کار واخلي. افغان ولس د همکارۍ ، خبرو اترو او تعامل  مستحق دی او موږ لا هم په دې باوري یو چې دا د دوی او نړیوالې ټولنې په ګټه او یواځینۍ حل لار ده.”.

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړی چارواکی داسې مهال اسلامي امارت سره په تعامل او خبرو اترو ټینګار کوي، چې اسلامي امارت هم بیا بیا نړۍ سره په متقابل احترام د ولاړو اړیکو په لرلو ټینګار کړی او وخت پر وخت یې سیاسي استازي د نړۍ بېلا بېلو هیوادونو ته سفرونه کوي او هڅه کوي چې د رسمیت پېژندنې په لاره کې پراته خنډونه لرې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button