نن ازبکستان دوه او ترکمنستان يوه الوتکه مرستې افغانستان ته راولېږې

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن ازبکستان دوه او ترکمنستان يوه الوتکه مرستې افغانستان ته راولېږلې.

ښاغلي مجاهد په خپل ټويټر رسمي آدرس ليکلي، چې ‏له زلزله ځپلو سره د مرستو په دوام «نن د ازبکستان هېواد څخه هم دوه الوتکې خوراکي مواد، البسه، دوا او نور اړین مواد کابل ته را ورسیدل.»

نوموړي دغه راز ليکلي، ‏چې له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې نن د ترکمنستان هېواد څخه هم یوه الوتکه خوراکي مواد، البسه او دوا هېواد ته را ورسیدل.

تر دې مخکې ترکيې، پاکستان، هندوستان او ځينو نورو هېوادونو هم د زلزله ځپلو سره خوراکي، صحي او غير خوراکي مرستې رالېږلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button