اسلامي مارت یوځل بیا له امریکا د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرسا حکومت یو ځل بیا د امریکا لخو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې دوی له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو د نړیوالو په تېره د امریکا له لوري پر افغانستان اوسني فشار د منلو نه دی.

د بلخي په خبره که امریکا په رښتیا د افغانانو لاسنیوی کوي نو د دوی شتمني دې آزاده کړي او تر څنګ یې دي پر مرکزي بانک اوسني محدودیتونه پای ته ورسوي.

بلخوا پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم پر امریکا غږ کړی و چې د افغانانو کنګل شوې شتمني دې آزاده کړي.

دده په خبره د امریکا لپاره د ازمایښت وخت دی او ددې اړتیا ده چې د افغانستان شتمني آزاده شي څو نړیوالې موسسې په ډاډه توګه افغانانو ته خپلې مرستې ولېږدولی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button