
عمر بن عبدالعزیز او د “خوب” تحقیق
د خراساني خوب
کله چې عمر بن عبد العزیز رضي الله عنه خلیفه وټاکل شو، څه وخت وروسته یو سړی له خراسانه هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: امیر.المومنین! خوب کې چا راته وویل: کله چې د بنوامیة کورنۍ أشج (د تندي نښان وال) واک ته ورسیږي؛ له ظلم ډکه ځمکه به بېرته له عدل ډکه کړي.
خراساني سړي زیاته کړه: نو کله چې ولید بن عبد الملک خلیفه وټاکل شو، پوښتنه مې وکړه، راته وویل شول هغه پر تندي نښان نه لري، بیا چې سلیمان بن عبد الملک خلیفه وټاکل شو، پوښتنه مې وکړه، راته وویل شول هغه هم پر تندي نښان نه لري. ته چې خلیفه شوې نو ته پر تندي نښان لرې.
د خوب تحقیق
عمر بن عبد العزیز ورته وویل: قران دې زده دی؟ خراساني وویل: هو، عمر ورته وویل: په هغه ذات قسم وکړه چې د قران زده کړې نعمت یې درکړی؛ دا ته چې څه وایې دا رښتیا وایې؟ هغه وویل: هو.
عمر بن عبد العزیز امر وکړ چې خراسانی په میلمستون کې وساتئ، سړی یې تقریباً دوه میاشتې له عمر سره مېلمه پاتې شو، بله ورځ عمر وروغوښت او ورته ویې ویل: ته پوهیږې موږ ولې دومره اوږده موده له ځان سره وساتلې؟ هغه وویل: نه، عمر ورته وویل: ځکه ستا وطن ته مې سړی لیږلی و، چې ستا په اړه کره معلومات راته راوړي، هغه چې راغی ستا په اړه یې راته وویل چې دوستانو او دښمنانو دې یو ډول ستاینې کولې! اوس ځه سپین مخ ولاړ شه. العقد الفرید لابن عبد ربه الاندلسي، د سیرة عمر بن عبدالعزیز لابن الجوزي په حواله.
موږ او خوبونه
د خراساني خوب کې د عمر فضیلت بیان شوی، خو څرنګه چې خوب لیدونکی نامعلوم دی نو عمر یې پوره تحقیق کوي، اول ورته وایي: قران دې زده دی؟ یعني عالم یې؟ بیا په الله قسم ورکوي چې دا خوب دې رښتیا لیدلی؟ بیا یې دوه میاشتې له ځان سره ساتې، د ده د کره توب باره کې له دمشق نه خراسان ته سړی لیږي، هلته د خراساني ځای پیدا کوي او بیا یې له دوستانو او دښمنانو دواړو پوښتنې کوي!
د عمر رحمه الله سیرت لیکونکي لیکي: د ده په ژوند او سیرت کې د هر چا لپاره ګټور پندونه او عبرتونه پراته دي، لکه دلته چې زموږ د عامو لپاره د خوب اړوند ګتور نصیحت پروت دی، د خوبونو برخه کې موږ دې ځای ته رارسیدلي یو چې نن سبا یو چا ته موبایل کې کوم مجهول د “مینه وال” یا “مرید” په نوم لګیا شي او دیارلس ګزه خوب ورته ووایي، نور مطلق نامعلوم خلک په سپینو کاغذونو اوږده اوږده خوبونه ورته ولیکي او داسې نور… دوی راولاړ شي سترو سترو مجلسونو او ان جلسو او غونډو کې د دې مجهولو او نامعلومو خلکو خوبونه بیانوي او په دې توګه خپله دینداري او تقوی خلکو ته ثابتوي!



