ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې: افغانستان کې د امریکا شرموونکې تېښته او ناوړه پلانونه به هېر نه شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانۍ استازې نيکې هيلې ويلي، چې امریکا به تر کلونو-کلونو په افغانستان کې د کړو اقداماتو له امله تر نقد لاندې وي.

دا څرګندونې نیکي هیلي په لندن کې د یوه پوهنتون زده کوونکو ته د خبرو پر مهال کړي او په افغانستان کې يې د امريکا وروستي اقدامات د تأسف او اندیښنې وړ بللي دي.

نيکي هيلي ويلي، چې هغه مهال نړۍ له حساسې مرحلې تيرېده او امريکا له نړۍ خپې سپکې کړې، چې په وينا يې دا کار به امريکا ته تر کلونو- کلونو پېغور پاتې وي.

دغه راز نيکي هيلې وايي، په افغانستان کې د امريکا شرموونکې ماتې او ناوړه پلانونه به تر اوږدې مودې پورې امريکا تر پوښتنو او سوال لاندې راولي.

مربوطه مطالب

Back to top button