کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د امریکا د کانګړیس غړي “مېشل مک کال” د بایډن ادارې ته په خطاب کې ویلي، چې په افغانستان کې د خپلې شرمناکې ماتې د پټولو هڅه مه کوئ.
مک کال وروسته له هغه دا څرګندونې کړي دي چې تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې تر دې وروسته به له څېړونکو بنسټونو او رسنیو سره له افغانستانه د وتلو په اړه جزیات نه شریکوي.
مک کال د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې بهرنیو چارو وزارت دې افغانستان کې د خپلې شرموونکې ماتې د پټولو هڅه نه کوي او په خبره یې چې دا د بهرنیو چارو وزارت دنده ده چې امریکایي ولس ته د هرې شوې پېښې په اړه معلومات ورکړي او په امریکایي ادارو کې دې د درواغو بنسټ نه اېږدې
مک کال زیاته کړې ده چې دا د امریکایي وګړو او نړیوالو حق دی ترڅو پوه شي چې بایډن په افغانستان کې څه کړي دي او بیا یې پر بنسټ قضاوت وکړي.
نوموړي له امریکایي حکومت غوښتنه کړې ده، چې په افغانستان کې دې خپلې ماتې ته جعلي پوښونه نه ور اغوندي.
باید وویل شي چې له افغانستانه د تېر ۲۰۲۱م کال د اګست په ۳۱ مه نېټه د امریکایي اشغالګرو ځواکونو تر تېښتې وروسته ګڼ شمېر امریکایي سیاستوالو د بایډن په اداره نیوکې کړې دي او بیا بیا یې د امریکایي ځواکونو وتل تېښته او شرموونکې ماته بللې ده.


















