امريکا: په يوه لارۍ کې د ۴۶ تنو مړي موندل شوي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، په امریکا کې د يوې لارۍ څخه لږترلږه د ۴۶ کسانو مړي موندل شوي دي.
دا پېښه د ټکزاس ایالت د سن انتونیو ښار یوه څنډه کې رامنځته شوې چې د پوليسو په وينا جسدونه يې په ياد ښار کې د اورګاډي پټلیو ته څېرمه د يوې درول شوې لارۍ څخه ترلاسه کړي دي.
پوليس وايي، ممکن دا کسان به ناقانونه کډوال وي چې ښايي د اوبو نه شتون او سختۍ ګرمۍ له امله يې ژوند بايللی وي.
د امنيتي چارواکو په وينا، له دغه موټره د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ نور کسان په ډېر بد روغتیايي وضعیت کې تر راايستلو وروسته روغتون ته لېږدول شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دغه ښار د پولیسو په حواله لیکلي چې د دغه موټر د چلوونکو لټون روان دی.


















