د بريتانيا سفارت شارژدافير او متقي ليدنه: د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټينګار او د بريتانيا ۳.۵ ملیون پاونډه مرستې اعلان

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان لپاره د بریطانیا د سفارت شارژد افير هوګو شورټر او مل هئیت د ا.ا.امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په دوحه کې ليده کاته کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، چې د بریطانیې هئیت په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله په ځاني او مالي تلفاتو خپګان او غمرازي څرګنده کړې او د زلزله ‏ځپلو لپاره یې په عاجله توګه ۳.۵ ملیون پاونډه مرسته اعلان کړې وايي:« په نږدې راتلونکې کې به نورې بشري مرستې هم اعلان کړي».

ښاغلي بلخي زياته کړې، چې په دې ناسته کې د هیواد په عمومي وضعیت، اقتصادي مرستو، تعلیم او نورو سیاسي مسائلو هم تفصیلي خبرې شوي په خبره يې د بریطانیا شارژد افیر د دوی له لوري وروستی خپرې شوې اعلامیې ته ‏په اشارې سره وويل چې یاد هیواد په افغانستان کې د خشونت له لارې د سياسي اهدافو په ترلاسه کولو کې د هیڅ چا ملاتړ نه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې قدم په قدم به د دوه اړخیزو اړیکو بهبود لپاره عملي اقدامات کوي.

ښاغلي متقي د بریطانیا د بشري مرستو له امله مننه کړې او ټینګار یې کړی چې ‏د افغانستان د خلکو د هوساينې او پرمختګ لپاره باید په زیربینایی پروژو تمرکز وشي. همدا راز یې د بریطانیا د وروستي موقف هرکلی کړی چې په افغانستان کې به د کومې جنګي مخالفې ډلې ملاتړ نه کوي.

دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او مثبت تعامل ټينګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button