کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
پاکستان کې یو ځل بیا د تېلو بیو کې د زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستان حکومت د پټرولو یوه لیټر بیه کې ۱۴ روپۍ او ۸۵ پیسې او د ډېزلو بیه کې ۱۳ روپۍ او ۲۳ پیسې زیاتوالی اعلان کړی دی.
د بیې له نوي زیاتوالي سره پاکستان کې د پټرولو یوه لیټر بیه له ۲۳۳ روپیو او ۵۴ پیسو ۲۷۶ روپیو او ۵۴ پیسو ته لوړه شوې ده. دغه راز د ډیزلو یوه لیټر بیه له ۲۶۳ روپیو او ۳۱ پیسو ۲۷۶ روپیو او ۵۴ پیسو ته لوړه شوې ده.
د کیروسین یوه لیټر بیه هم ۱۸ روپۍ او ۸۳ پیسې زیاته شوې، چې ورسره یې د یوه لیټر لپاره نوې بیه ۲۳۰ روپۍ او ۲۶ پیسو ته رسېدلې ده.
په تېره څه باندې یوه میاشت کې پاکستان حکومت څلورم ځل د تېلو بیې زیاتوي، چې د تېرې مې میاشتې له وروستیو راهیسې د هر لیټر تېلو په بیو کې ټولټال زیاتوالی نژدې ۱۰۰ روپیو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد له سخت اقتصادي حالته تېرېدونکی دی او ګراني پکې د پام وړ اضافه شوې ده.

















