څلور افغان لوبغاړي د انګلنډ د ویټالټي بلاست په شل اوریزو سیالیو کې لوبېږي

جعفر هاند
تر دې دمه نوین الحق د دغه لیګ د غوره توپ اچوونکو د لست په سر کې دی او تراوسه یې ۲۳ کسان اوټ دي. تېر سیزن کې د دغه لیګ تر ټولو غوره توپاچوونکی و. افغانستان د اګست په میاشت کې له ایرلنډ سره شل اوریزې لوبې لري. نوین الحق او نور هغه لوبغاړي چې په دغه لیګ کې لوبېږي باید په لوبډلې کې شامل وي. دوی هلته له آب او هوا، پچ، میدان او نورو ټولو اړوندو مسائیلو سره اشنا دي. نوین د دغو لوبو ښه مجرب او متخصص لوبغاړی دی، له ده سره باید زیاتی ونشي او د افغانستان په ګټه یې له استعداد، تجربې، انرژۍ او تعهد څخه کار واخیستل شي.په یاد یې ولرئ چې ایرلنډ په دې وروستیو کې په خپل کور او میدان کې ډېر قوي لوبېږي او آن د هند غوندې لوبډلې په خلاف یې په شل اوریزې لوبې کې څه باندې ۲۲۰ منډې وکړې. په دې هیله چې افغانستان د ایرلنډ خلاف مستحق لوبغاړي غوره کړي او لوبې وګټي.
#کرکټ
#نظر



