نیمه نیمګړې پوره نه شوه نیمه خوا پاتې شوه
نیمه سندره مې ویلې نیمه بیا پاتې شوه
بله ډیوه ناڅاپه مړه شوله، حیران دې ته یم
چې د تیارې په کوم یو جېب کې یې رڼا پاتې شوه
د دوو مسرو واله یوه لنډۍ ترې و ټوکېده
نه د سپوږمۍ لاس او نه څانګه د سوما پاتې شوه
دا سره مرغۍ له یوې سپینې چینې والوتله
زما په زړه کې عکاسي د یوې موسکا پاتې شوه
ډکه لجرومه په تش تاخ کې د صندک پټه شوه
له خوږو سترګو د پستو رنجو سودا پاتې شوه
د بېلتانه له درده کیف واخله ، د ژوند له موسم
لفظونه والوتل خو ناسته یې معنا پاتې شوه
کاروانه ستا د زړه په کونج کې خو لا اوس هم اوسي
له هغه چا نه چې څلور کونجه دنیا پاتې شوه
۲۴ جوزا ۱۴۰۱ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

















