کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” د اوکراین ختیځ کې د مهم او ستراتيژیک ښار “لیسیچانسک” تر نیول کېدو وروسته دفاع وزیر ته امر کړی، چې اوکرایین کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
ولسمشر پوتین چې تیره شپه پر دولتي تلویزیون را څرګند شو او په اوکراین کې یې خپلو ځواکونو ته په خطاب کې وویل: چې له وړاندې د ورکړل شویو پلانونو له مخې د خپلو اهدافو د ترلاسه کېدو هڅې چارې وساتي.
باید وویل شي، چې د لیسیچانسک ښار تر نیولو وروسته اوس د اوکراین ختیځ کې د لوهانسک سیمه په بشپړه توګه د روسي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده خو؛ اوکرایني چارواکي وایي لیسیچانسک مو بایللی خو جګړه مو نه ده بایللې او خپل مقاومت ته به دوام ورکوو.
















