کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
ايران وايي، زرګونه غير قانوني افغانان يې له خپل هېواده ايستلي او د نورو پلټنه روانه ده ترڅو يې اوباسي.
ايراني رسنۍ ليکي، په تېر دوو ورځو کې ۴۵۰۰ هغه افغانان ايستل شوي چې په ايران کې يې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.
چارواکي وايي، دغه افغانان يې خپل هېواد ته استولي دي.
هغه کسان چې افغانستان ته رالېږل شوي وايي، چې ايراني ځواکونو په ټول هېواد کې د غير قانوني افغان کډوالو پرضد د لټون او ايستلو عمليات پيل کړي دي.
ايران د تېر کال په موده کې ټول هغه افغانان ثبت نام کړل چې اسناد يې نه لرل، خو وايي چې دغه افغانان په وروستيو کې په غير قانوني لارو ور اوښتي دي.
















