د سوډان سیاسي کړکیچ؛ د پوځ په ډزو لسګونه لاریون کوونکي وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

له سوډان ورکړل شوي راپورونه وایي، چې پلازمینه خرطوم کې پوځ پر هغو لاریون کوونکو ډزې کړې، چې د جنرال “عبدالفتاح البرهان” په مشرۍ د پوځي حکومت د استعفاء او نویو ټولټاکنو غوښتنه یې کوله.

د “العربیه” تلویزیوني شبکې د خبر له مخې د پوځیانو په ډزو د سوډان د “آزادۍ ملي غورځنګ” په نوم د څو ګوندیزې سیاسي ټلوالې ۳۰ ملاتړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د سوډان پوځي حکومت د مظاهرو په غبرګون کې تر نامعلومې مودې د خپل واک موده غځولې ده او د پلازمینې په ګډون یې په ټول هیواد کې د یوې میاشتې لپاره بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

باید وویل شي چې په سوډان کې د تېر ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په ۲۵ نیټه پوځ د یوې خونړۍ کودتا له لارې د چارو واګې په خپل لاس کې واخیستې او ملکي حکومت یې نسکور کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button