کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، هندوستان په کابل کې د خپل سفارت بېرته خلاصولو لپاره عمله رالېږلې ده.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د کابل سفارت ته لېږل شوې تخنیکي ډله به افغانستان ته د بشري مرستو په استولو کې مرسته کوي.
تېر کال د اګست په میاشت کې پر کابل د ا.ا.ا د واکمنۍ نه وروسته هندوستان په کابل کې خپل سفارت وتړه.
په عين حال کې په افغانستان کې د هندوستان پخوانی سفیر ګواتم ماخوپاډیا ويلي، چې په کابل کې د هندوستان سفارت بیا پرانستل کېدل په حقیقت کې “زمونږ سترګې او غوږونه” په افغانستان کې ځای په ځای کېدل او طالبانو سره د کار امکان لټول دي.
په ورته مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، په کابل کې د هندوستان سفارت بیا پرانستل دا په ډاګه کوي چې اوس مهال د افغانستان امنيت ډاډمن دی، د سیاسي او سفارتي حقونو احترام او ساتنه کېږي.
چارواکي وايي، ممکن د هند سفارت بيا فعالولو سره به د هغه هېواد ويزې هم بېرته پيل شي او هغه افغانان چې د تعليم او درملنې لپاره ځي نو په تګ کې به يې اسانتيا رامنځته شي.


















