حامد افغان
کیسه_کا یوه سپین سترګي ځوان بازار کې یو بوډا ولید چې ډېره اوږده ږیره یې وه، نو ورغی، خواته یې کېناست او د یوې پوښتنې اجازه یې ورنه وغوښتله، بوډا اجازه ورکړه، ځوان ورته وویل: کاکا ماخوستن چې د خوب لپاره څملې ایا دا ږیره مو بړستن کې دننه درسره ږدې او که په بړستن دپاسه؟ بوډا چوپ پاتې شو، د ځوان د پوښتني ځواب یې نه لاره، ځکه دېته یې ټول ژوند کې هیڅکله فکر نه و کړی چې ږیره له بړستن لاندې شوه که باندې، ځوان ته یې دومره وویل: چې نن ماخوستن به ځان وګوري او سبا به ځواب درکړم.
سبا سهار بوډا په ځوان پسې ووت، بازار کې یې یو ځای پیدا کړ او له سلام کلام پرته یې برید پرې وکړ، ښه یې وډبوه! ځوان هک حیران پاتې شو او بوډا ورته لګیا شو: د ظالم بچیه! دا څلوېښت، پینځوس کاله دا ږیره راسره ده، نه راباندې درنه شوه او نه اوږده، نه په خوراک و څښاک کې ورسره تنګ شوی یم او نه په خوب کې، خو بېګا مې ستا د پوښتني له امله ټکی خوب نه دی کړی! لاره رانه ورکه وه! که ږیره به مې پر بړستن دپاسه واچوله داسې به مې احساسوله لکه چا چې غاړه کې پړی راچولی یي او که بړستن کې به مې راسره دننه کړه فکر به مې کاوه لکه چا چې له غاړو نیولی یم! ځه الله دې خوار کړه، په دا ګنګس کوونکې پوښتنه.
پایله: کله ستاسو فضول او چټي خبره/پوښتنه د چا خوب حرامولی او ښه زیات کړولی شي، ځکه خو شریعت کې خوږه خبره صدقه ده، بناء هره خبره باید د چروت له ماشینه وایستل شي.


















