د اوکرایین جګړه؛ په وینیتڅیا ښار د روسیې هوایي برید ګڼ کسان وژلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

له اوکراین ورکړل شوي راپورونه وایي، چې په وینیتڅیا ښار د روسیې په هوایي برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې مرګونې برید کې یوه څو پوړیزه ودانۍ په نښه شوې ده چې په پایله کې یې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره لسګونه کسان لا هم تر خاورو لاندې دي چې د ژغورلو هڅې یې روانې دي.

د اوکراین ولسمشر “ویلادیمیر زیلنسکي” په خپل ټیلګرام چینل د یوې ویډیو په خپرولو سره د روسیې وروستي برید ته په غبرګون کې روسیه یوه ترهګر هیواد بللی دی او په نړیوالو یې غږ کړی دی، چې په اوکرایني وګړیو د روسیې ظلمونو ته دی لاس تر زنې نه کیني.

که څه هم روسیې تر اوسه د یاد برید په هکله څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې تر دې یې په ملکيانو په بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button