امیرخان متقي؛ د مالیزیا چارواکي، د جنوبي او مرکزي اسیا مرستیال په دوه اړخيزو همکاریو خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې ‏نن د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مالیزیا هیواد له لوري د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزير ځانګړي سلاکار «داتو احمد اعظم عبدالرحمن» او د جنوبي او مرکزي اسیا مرستیال سکرتر ښاغلي محمد اظهر مزلان او مل لوړ رتبه پلاوي سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد وايي، په ناسته کې په تجارت، اقتصادي اړیکو، ‏بانکي سکتور، د زدکړو په بهير او دوه اړخيزو همکاریو خبرې شوي دي.

ښاغلي احمد په خپل ټويټر اکاونټ په خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي، چې ښاغلي متقي د دې ناستې پر مهال وويل، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرست رامنځته شوی او د اسلامي بانکدارۍ تر څنګ له افغانانو سره د تعليمي برسونو او ظرفیت لوړونې په برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

‏مالیزیايي پلاوي وویل: چې د افغان حکومت سره به ښکيلتيا ته دوام ورکوي او غوښتنو ته د لاسرسي په پار به یې پوره هڅې وکړې، هغوی زیاته کړه چې په دې لټه کې دي چې پرمختګونه رامنځته کړي او له افغانانو سره همکارۍ دوامداره وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button