کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني یو ځل بیا له له نړۍ سره پر ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګار کړی دی.
حقاني د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو او مخورو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، لکه څنګه چې افغانانو له ټولې نړۍ سره په مېړانه مبارزه کړې ده کولی شي چې له اقتصادي ستونزو سره هم په ګډه مبارزه وکړي خو ټینګار کوي چې افغانستان نورې نړۍ او نړۍ افغانستان ته اړتیا لري.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې ډیپلوماټیکې اړیکې د ټولو په ګټه دي نو باید نړۍ د متقابل درناوي پر بنسټ له افغانستان سره روابطو ته را وړاندې شي.
حقاني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو کال په پوره کېدو دی خو تر اوسه پورې هیڅ کوم هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
















