کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د خوړو نړیوال سازمان له لوري د کار په بدل کې د خوراکي توکو کڅوړې د ویش لنډمهالی پروګرام د کابل له دریمې او پنځمې ناحیې څخه پیل شو.
د کابل ښاروالۍ وايي، چې د یاد سازمان له لوري په دریمه او پنځمه ناحیه کې ۷۵۰۰ اړمنو او بې سرپرسته کسانو ته د خوراکي توکو کڅوړې وویشل شوې.
د کابل ښاروالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې ۷۵۰ تنو د اوبو لښتي او ګلدانونه له، کثافاتو پاک کړي وو او دغه راز یو شمیر واټونه یې جارو کړي وو.
خبرپاڼه زياتوي، دا لنډمهالی پروګرام په هرو پنځلسو ورځو کې یو ځل ترسره کیږي او په هغه کې له نویو ناحیو نوي کسان ټاکل کیږي.
راپور کې راغلي، چې د دې لنډمهالي کار ترسره کوونکو ته کاري وسایل لکه: موزې، خولۍ او جرابې هم ورکول کیږي.
د کابل ښاروالي وايي، د کار په بدل کې د خوراکي توکو د کڅوړې ویش دغه پروګرام به درې میاشتې دوام ومومي او د دې پروګرام له لارې به ډیر شمیر ښاریانو ته لنډمهالې بوختیاوې پیدا شي.
د خوراکي توکو په کڅوړه کې یوه بوجۍ ۵۰ کیلويي اوړه، یو قطۍ ۵ لیتره غوړ او ۵ ۵ کیلو لوبی زها شامل دي.


















