کاناډا: وسله وال برید کې ۳ تنه وژل شوي ۲ ټپيان دي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۱ل)
پوليس وايي، د کاناډا د بریټیش کولمبیا په ولایت کې د وسله وال برید له امله، لږ تر لږه د بريدګر په شمول ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
په سیمه کې د پولیسو مشر غالب بهایاني د پیښې په هکله په خبري کنفرانس کې ويلي، چې پولیسو مشکوک برید کوونکی په ټپي حالت کې موندلی خو وروسته پرې د پولیسو افسرانو ډزې وکړلې او وې واژه.
پوليس وايي، د دې بريد په اړه لا ډيرې پلټنې روانې دي.
پوليسو د بريدګر پوره هويت نه دی په ډاګه کړی خو وايي، چې بریدګر سپین پوستی کاناډایي و.


















