کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، د افغانستان د روباټ جوړونکو نجونو لس کسیزه ډله نن قطر ته روانه شوه.
دغه نجونې وايي، چې انتخاب شوې زدکوونکي د ټول افغانستان له ۴۰۰ زدکوونکیو څخه د درې پړاوونو له بېلابېلو آزموینو( د انګلیسي ژبې، ساینس او روبوټیک ) وروسته غوره شوې دي.
ټاکل شوي، چې دغه زدکوونکي به د زدکړو له بشپړولو وروسته بېرته افغانستان ته راستنې شي.
دا لومړی ځل دی چې د ا.ا.ا تر راتګ وروسته د نوي حکومت په دوره کې يوه ډله نجونې د روباټيکو زدهکړو په موخه له هېواد بهر د روباټيکو زده کړو لپاره ځي.


















