کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، ټاکل شوې د کابل ـ کندهار لویې لارې اساسي جوړېدو چارې نن پیل کړي.
د دغه وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي چې یاد کار به لومړی له کندهار څخه تر زابل ولایت پورې پيل شي چې د سړک بروالی به یې تر پخواني درې متره پراخ وي.
د هغه په وینا د دغه سړک کارونه د داخلي بودجې او افغان شرکتونو لخوا تر سره کیږي.
د کابل ـ کندهار لویه لار چې د حامد کرزي په مشرۍ پخواني حکومت پر مهال د نړیوالې ټولنې په مرستو جوړه شوې وه، د تیرو شلو کلنو جګړو، د لویو بار وړونکو موټرو د زیات وزن او په ځینو سیمو کې د خراب کیفیت له امله سخته ویجاړه شوې ده.
د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د کابل کندهار عمومی لارې د اساسي جوړونې چارې به ۹ افغاني شرکتونه تر سره کوي چې هر افغاني شرکت به سل سل کیلومیټره لار په اساسي ډول پخه وي، اول پړاو کې به له کندهار تر زابله د سړک پخولو چارې به په څلورو میاشتو کې تر سره شي.


















