کابل ټکی کام ۲۱وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د کندهار له شاولیکوټ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې بېګاه شپه طالب وسله والو د وچ باختو په سیمه کې د اربکیانو پوسته تر برید لاندې رواسته.
د برید په پایله کې پوسته په مکلمه توګه د طالب وسله والو لاسته لوېدلې ده، او ۳ تنه اربکیان یې وژلي، او ۷ نور یې ټپیان کړي دي، او ۵تنه نور یې له ځانه سره بېولي دي.
د برید پر مهال په یاده سیمه کې امنیتي ځواکونو له دوو نورو پوستو هم پښې سپکې کړي دي.
ځایي خلک وایي چې له برید وروسته د امنیتي ځواکونو نور سرتیري راورسېدل چې د طالب وسله والو له سختو تلفاتو سره مخ شول، چې شاتګ ته مجبور شول.
او ۵ تنه طالب وسله وال هم ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې د دیلبکان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پوستې د طالب وسله والو تر محاصرې لاندي دي.


















