کابل ټکی کام ۲۱وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د کنړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې نن ماسپښین ۲ بجې د نوآپاس په سیمه کې طالب وسله والو د امنیتي ځواکونو چورلکه وویشته.
ځایی خلک وایي چې یاده چورلکه د ټپیانو د لېږدولو په موخه راغلې وه، چې وویشتل شوه.
دوی زیاتوي چې چورلکه د سرکاڼو ولسوالۍ کې را پرېوته چې امنیتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















