‏د اوبو او انرژۍ وزارت: د ۱۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۳۳۴ پراختیایي پروژو پلان چمتو دی/ حساب ورکونې کلنی راپور

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۱ل)

‏د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولین په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې ملت ته د حساب ورکونې په مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو، د ۱۱.۳ میلیارد افغانیو په لګښت د ۳۳۴ پراختیایي پروژو پلان چمتو کولو خبر ورکړ.

‏دغه وزارت، د اوبو په سکتور کې د ۱۱ مقررو او ۱۰ کړنلارو د بیا کتنې، د ۱۰ نویو کړنلارو او د اوبو او انرژۍ په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو استراتیژۍ، د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د طرحې د ترتیب، ‏د بېړنیو مرستو د جلبولو لپاره د ۲۰۰۰ پروژو د ارقامو او معلوماتو راټولو، د سیندیزو حوزو ۵ کلن انکشافي پلان د جوړولو او همدارنګه د یو شمېر پانګوالو او بنسټونو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیک خبر هم ورکړ.

‏د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس، په تېر یو کال کې، د کمال خان، کجکي، پاشدان، بخش آباد او شاه او عروس بندونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوې او د کمال خان، کجکي او شاه او عروس بندونو ودانیزې چارې بیا پیل شوي دي.

‏د کلني راپور له مخې، د هېواد په کچه د ۱۲۵ اقلیمي، سطحي او د ځمکې لاندې سټیشنونو ساتنه، د هایدرومیترولوژیکي شبکو د ۲ پایو نصب او د ۱۱ پایو بیارغونه، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ‏د څارنیزو شبکو ساتنه او په څلورو فرعي سیندیزو حوزو کې د څلورو نویو شبکو پراختیا، په هلمند، هرات، بلخ، نیمروز او ننګرهار کې د ۵ شبکو ګټې اخیستنې ته سپارل، په ۳۵ سیندیزو حوزو کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ظرفیت تحلیلول، ‏په زابل کې د توري او په لوګر کې د سرخ آب بندونو هایدرولوژيکي ماډل جوړول او د باران له اوبو څخه د سمې استفادې په موخه د ۳۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت د پروژو طرحې او ډیزاینونو جوړول، په تېر کال کې د یاد وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

‏د تخار د نمک آب پروژې ساختماني چارو بیا پیل، د زابل د توري او د پکتیکا د پلټوني د بندونو د ډيزاین چارو پیل، په پکتیا کې د ۱۰ بندونو د تخنیکي سروي بشپړیدل، کابل ته د پنچشیر د اوبو د انتقال پروژې د امکان سنجۍ چارو پیل، د اوبو تاسیساتو د ۱۴۰ پروژو سروي، ‏ډيزاین او تخنیکي اسنادو کره کتنه، د ۱۷ کانالونو او ۱۲ چکډیمونو د ودانیزو چارو بشپړېدل، د ۱۸۲ کانالو د پاکولو چارو پیل او په ۵ سیندیزو حوزو کې د ۳۸ اوبو د تاسیساتو حفظ او مراقبت، د یاد وزارت د لاسته راوړنو بله برخه ده.

‏همداراز، د یاد وزارت د مسئولینو په وینا، د کمال خان بند د ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو د طرحې جوړول او د پروان کانال محرومو سیمو د حقابې تامین هغه څه دي چې په تېر یو کال کې پرې کار شوی دی.

‏د دغه وزارت د کلني راپور له مخې، په تېر یو کال کې، د انرژۍ ماستر پلان بیا کتنه ترسره شوې، د ۲.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت په یو شمېر ولایتونو کې د ډبرو سکرو او لمریزې برېښنا تولید لپاره د پروژو طرحې جوړې شوي، د سلما بند څخه غور ته د برېښنا لېږ څېړنه ترسره شوې، ‏د نورستان ولایت د اوبو د برېښنا تولید د څلورو پروژو چې په ټولیزه توګه ۱۵۰ میګاواټه د برېښنا د تولید ظرفیت لري، سروې یې ترسره شوې او همدارنګه په کونړ، لوګر، ارزګان، کندز، سرپل او جوزجان کې د برېښنا شبکو او سب استیشنونو جوړولو طرحې چمتو شوي دي.

‏د یاد وزارت د مرستیال په وینا،د اوبو، لمر، ګازو،ډبرو سکرو او د جامدو کثافاتو څخه د برېښنا تولید په برخه کې له ایرلند،ترکیې، بریتانیا، چین،امریکا، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او همداراز، د پانګونې د جلب لپاره۱۳۲ پروژې تثبیت او پېژندل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button