
د تمدن درې بنیادونه
د تمدن دری بنیادونه
حامد افغان
هوښیار وایي: که د یوه قوم او یوه ملت تمدن نړول غواړې: دری شیان یې ونړوه:
1/ کورنۍ یې ونړوه
2/ د تعلیم اډاڼه یې ونړوه
3/ سرخېلان او لارښوونکي یې د خلکو له نظره وغورځوه
د کورنۍ نړول د مور رول له منځه وړلو سره رامنځته کيږي، کله چې ښځه “د کورنۍ پالونکې” په صفت شرمیږي؛ دلته د مور والي تقدس او سپېڅلتیا ختمه شي او طبعا کورنۍ هم ورسره ختمیږي. لکه لوېدیځ په دې مصیبت اخته ده او ختیځ هم ورټېل وهي.
د تعلیمي اډاڼې او نظام نړول د معلم او ښوونکي په اهمیت کمولو سره راځي، معلم ته د دولت توجه په کمیدا سره، د هغه ژوند بېخونده کیږي، ورسره یې ټولنه کې هم اهمیت کمیږي او په دې سره تعلیمي نظام مخ پر زوړ کیږي.
سرخېلان او لارښوونکي د خلکو له نظره غورځول دا مطلب چې د علماؤ او د خیر د مخکښو خلکو اهمیت او په ټولنه کې رول ختم کړل شي، د دوی په اړه خلک شکمن کول او د دوی پر خلاف مختلف تبلیغات د دې ځنځیر کړۍ دي.
بناءً کله چې د “مور رول” ختم شي، ښوونکی محتاج او په سپکه ورته کتل کیږي او علماء او د خیر خلک د خلکو له نظره وغورځول شي؛ نو نوی کوول به په غوره انساني او اسلامي اخلاقو څوک روزي؟! قراءة المستقبل للدكتور مصطفى محمود



