د توحيدي عقيدې بلبله!

لېکنه: شیخ المشائخ سلطان محمد “ثاقب”
تا په نننۍ صدۍ کې اسلامي نړۍ ته د دين اسلام ريښتينې ترجماني وکړه، د توحيد مهمه مسئله دې په اسلامي نړۍ کې روښانه کړه، هر تحقيق دې ملغلره وه، د تحقيق تشويقانو تنده دې ماته کړه، هغه چې د شرک او بدعاتو په لمن کې ګېر وو تا په خپله توحيدي عقيده باندې وينځل او توحيد دې په پوره معنا مسلمانانو ته وروپېژنده او په دې ميدان کې تا خپل مسئولیت پوره ادا کړ.
د اسلامي نړۍ ستر محسنه!
ته نن د اسلامي نړۍ ستر محسن يې؛ ځکه همدا ته وې چې په نننۍ صدۍ کې دې د دين اسلام د تحريف مخه ونيوله، همدا ته وې چې مسلمانانو ته دې د باطلو فرقو باطله څېهره لکه د لمر په شان روښانه کړه، ته د اشغال پر وړاندې چپ پاتې نه شوې، تا د هرې فتنې پر وړاندې د حق چغه پورته کړه، تا هر باطل ته په علمي او عملي ميدان کې ستره ماتې ورکړه ، څو څو ځله د مرګي ښکار شوې خو بيا هم د حق له نعرې څخه چپ پاتې نه شوې!.
حاکم نظامه غوږ شه!
ستا مسؤليت دا نه دی چې سحر راشه په چوکۍ کېنه او مازديګر ترې لاړ شه، اسلامي امارت عبارت دی له دين او اسلامي سياست څخه او د دې اصلي وارثين د وخت حق پرسته عالمان دي، د دوي ساتنه پر تاسو فرض دی، د علم د نشر اسباب يې برابرول په تاسو لازم دي، د دوي د درس او تدريس ټولې چارې دې تاسو شرعي الهي وجيبه ده، د تېرو خلقیانو ، فاسقانو او کمونستانو د امنيت له پاره ټول وسائل په کار اچولي دي؛ بلې خوا ته بيا د نړۍ په کچه ستر روحاني علمي شخصيت د مدرسې د چندې له وجې د مرګي ښکار ګرځي، که چېرته تا حاکم نظام يې د مدرسې ټول مصارف او تدابير له حکومتي نظام څخه برابر کړي وای نن به داسې پيښه مينځ ته نه راتله.
د وخت حاکم نظامه!
دا درته ښه په ډاګه وايم د ستر محقق او علمي شخصيت د مظلومانه وينو پوښتنه به درنه کيږي او الله تعالی دې درنه وکړي، چا يې چې د حق خوله بنده کړې وه د مصلحت په بهانه، رب دې ترې په دنیا او اخرت کې پوښتنه وکړي.
زما مظلوم او ګيلمن شهيده!
د وخت حاکم نظام چارواکو څخه ګران او محبوب رهبر جناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلّم ته شکايت وکړه چې په خپله خاوره او په خپل حاکميت کې يې ستا د وارث حفاظت ونه کړو!.
تقدير منم!
ځکه که د تقدير مسئله نه وای، نو په پيښور جامعه زبيريه کې چې تا باندې کومه نامرده، بزدله حمله وشوه هلته بايد ته له موږ څخه د ابد له پاره جدا شوی وی، که د تقدير مسئله نه وی، په تا چې مخامخ حمله وشوه تقريبا نه ۹ مرمۍ يې وويشتې؛ خو جدا نه شوې، که د تقدير مسئله نه وای، په تا چې ننګرهار کې ډرون وشوه ملګري شهيدان شول، ته رب بچ کړې، که د تقدير مسئله نه وای، ته به د صليبي په زندان کې شهيد شوی وې!
جواد څارګر ليکي:
د زندان په دوره کې زه سخت شکنجه شوم لاسونه او ګوتې مې ماتې شوې له برقي ډنډو نیولې د تعذیب هر ډول مو تحمل کړ، خو کله چې ما د شیخ په وینو سره ویستلي نوکان ولیدل هغه دومره سخته صحنه وه چې تصور یې اوس زما روان ننګوي.
نو داسې به ووايم چې شهيده رهبره! بس د رب وعده پوره شوه د کابل خاورې ته نور نه غوښتلې، رزق دې پای ته ورسيد، رب خپل ځانته ووغوښتلې، رب دې ټوټې ټوټې بدن قبول کړه!
د زړونو رهبره!
تا د خلکو په زړونو کې ځای نيولی وو، ته د امت مسلمه د ملا تیر وې، ته مسلمانانو ته د وخت بې مثاله رڼا وې، په تصوف کې سم د وخت امام غزالي وې، په علم کلام سم د وخت علامه کوثري وې، د مناظري په ميدان کې سم د وخت د اسلافو ريښتينې نمونه وې، علم منطق، علم نحو، علم صرف، علم الوصول او ورته نورو علومو کې د وخت د تېرو محققينو او مدققينو څخه راپاتې ملغلره وې.
د مظلوم شهيد شاګردانو ته!
تاسو په دې مه خفه کيږئ! چې روحاني رهبر مو شهيد شو او تاسو يتيمان پاتې شولی؛ ځکه دا يواځې د نن ورځې خبر نه ده ، علامه سقراط شهيد شو دولس زره شاګردان ترې يتيمان پاتې شول، همدغه خوارج وو چې د مصر والي عمرو بن العاص ټپي، معاویه رضي الله تعالی عنه ترې بچ شو، حضرت علي رضي الله تعالی عنه د عبدالرحمن بن ملجم خارجي لخوا د سهار د لمانځه پر مهال شهید کړل شو، د وخت خليفه وو ټول مسلمانان يې يتيمان پرې ښودل.
تاسو ته وايم! څنګه فولادي عزم او کلکه عقيده مو چې مظلوم شهيد وستاذ لرله، تاسو ترې دوه قدمه مخکې لاړشئ، حوصلې او استقامت لوړ ساتئ، خپل درسونه ښه په ميړانه سر ته ورسوئ!
افغان مظلوم او ګيلمن شهيده!
د علم بحر او غر وې ونړېدې، هوکې د تقدیر مخه په تدبیر هم نه نیول کیږي، خو امت دې یتیم او پر ملا مات کړ، درسي درسګاه دې د تل له پاره جمعې ورځ اعلان کړه، د تل له پاره د مطالعې د ستړيانه ارام شوې!😭
ته د نړۍ په کچه يو لوی محقق او مدقق عالم وې، مفسر، محدث او نابغه عالم وې، ستا په فراق زموږ د عقیدې د دفاع سنګر داسې مات شو، چې بیا جوړول یې په یو خدای دي.
افغان مظلوم او ګيلمن شهيده!
ستا فراق موږ عقیدوي یتیمان کړو، حنفيت مو يتيم کړو، ته مو معنوي پلار وې، د امت مسلمه يوه بې بديله هستۍ وې، ستا تېر زخمونه لا درمن شوي نه وو نن دې نورو زخمونو او مقدسو وينو بدن سينګار او د رب حضور ته پېش شوې.
د أمت ستر محسِنه! پر تا نن د خاورو څلي امبار شول، ته له فاني نړۍ وکوچېدې؛ خو نړۍ ته دې دا وښودله چې موږ به هیڅکله لۀ خپلې برحقې داعیې تېر نه شوو!.
افغان مظلوم او ګيلمن شهيده!
فراق دي دروند او قلمونه بلکل ګونګ او فلج دي الفاظ تښتیدلي، جملې ورکې دي، قلم وچ دی، خوله ګونګه ده او حالات ټول دردمن دي، په هېڅ نه پوهیږم، څه وليکم ؟ څه ووايم؟ څه ووينم؟ لولپه وجود دې د أمت د ارتقا پۀ خاطر د خپل رب حضور ته نذرانه کړ، الله تعالی دې جنت الفردوس ورنصیب کړه! ستړي ارواح دې دمه شه! د څښتن باري تعالی دیدار او انعامات دې په برخه شه!.
م. سلطان محمد ثاقب



