د بريتانيا دفاع وزير: په افغانستان کې د لويديځ تېر شل کلن ماموریت ناکام پای ته ورسېد

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۱ل)
د برېتانیا د دفاع وزیر بین والیس اعتراف کړی چې په افغانستان کې د لويديځ تېر شل کلن ماموریت ناکام پای ته ورسېد.
والیس دا اعتراف د ډیلي میل ورځپاڼې سره خپله تازه مرکه کړی، زياتوي چې دوی داسې یو افغانستان تر شاه پرېنښود، د کوم لپاره چې کلونه مبارزه او قربانۍ ورکړل شوې.
بین والیس وايي، په افغانستان کې د تېرو شل کلونو پر مهال د لویدیځ پوځي ماموریت چې د سلګونو سرتېرو د وژل کېدو په بیه تمام شو خو بيا هو ناکام و:”موږ د سمو اهدافو لپاره هلته (افغانستان) ته تللي و او ۲۰ کاله هلته وو. امنیت، اقتصادي پراختیا، ښوونه او روزنه او نور کارونه مو کړل، خو ماتې مو وخوړه.”
که څه هم نوموړي ويلي، چې افغانستان ته د امنيت، اقتصادي پرمختګ لپاره راغلي و خو د شنونکو په باور بريتانيا په افغانستان کې هيڅ کوم اساسي کار نه دی کړی او په تېرو شلو کلونو کې يې د افغانستان د اقتصادي ودې او يا د هېواد د ابادۍ لپاره د پام وړ کار نه دی کړی او ډير لګښت يې يواځې په پوځي عملياتو کاوه.



