‏د مکې فتح..درې پيغامونه!

‏د مکې فتح..درې پيغامونه!

استاد لطف الله خيرخوا

د مکې له فتحې وروسته د رسول الله صلی الله عليه وسلم درې کارونه زموږ د هېواد اوسني وضعيت سره ښه سر لګوي:

لومړی دا چې کعبه کې نصب شوي بوتان يې مات کړل. د هغوی خدايي يې دړې وړې کړه. اوس خو هغه بوتان نه شته، مګر د نظريو بوتان شته، دا ماتول غواړي.

د نظريې د بوتانو ماتول د دې لپاره چې خلکو کې د اسلامي فکر د منلو قابليت او ظرفيت پيدا شي. که مو خلکو کې د خپلو افکارو د ځايېدو د اهليت او ظرفيت کوښښ ونه کړ، ناکام يو. زموږ لومړنی مسئوليت د خپل ملت فکري مصئونيت دی.

دوهم کار يې دا و چې د مکې د شته خلکو له ظرفيته يې کار واخيست. په حنين او طايف کې يې ان هغه خلک هم جګړې ته بوتلل، چې لا مسلمانان شوي نه وو. د دوی له امکاناتو ـ تورو زغرو ـ يې استفاده وکړه. دا کار د خپلوۍ احساس پيدا کوي او د حاکم د ظرفيت د وسعت دليل دی. رعيت د واکمنۍ غېږ ته غورځوي.

درېم کار يې دا و، چې د غزواتو غنيمتونه يې هم ان هغه چا ته هم ورکړل، چې لا مسلمانان شوي نه ول. د نظام په ګټو کې ملت شريکول مهم اصل دی او دې شراکت ته لار جوړول د نظام کار دی. خلک د دې مسئوليت تر هغې هغومره نه لري، چې نظام يې په خپل ججوري پوه نه کړي او مرحبا ورته ونه وايي.

صلی الله عليه وسلم!

مربوطه مطالب

Back to top button