شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د دوو موازي نظامونو فزيكي او معنوي سقوط!!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 14, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
21
ځلې شریک شوی
266
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

محسن سعود
په گران هېواد افغانستان كې مو بيا ځل اسلامي امارت/نظام يو كلن شو، د كاليزې په لمانځنه كې يې د واك له كره او هر اړخيزې ارزونې پرته يواځي د سقوط ټكي ته تم كېږو چې له منځه تللې پرديپاله جمهوري او پر ځای يې راغلې خپلواكه اسلامي واكمني دواړه يې لري، خو يواځي په فزيكي او معنوي توپير. كابو يو كال وړاندې همدا ورځي زموږ په گران هېواد كې شل كلن صليبي ښكيلاك بشپړ مات او ټوټه ټوټه شو چې ورسره سم يې دلته د خپلې خوښې تپلی جمهوري استعماري نظام هم ښه په خرپ او ترپ ونړېد. دا چې ښكېلاك څنگه او تپلی استعماري جمهوريت يې څنگه و؟ څه يې وكړل او څه يې ونه كړل؟ څنگه او ولي له منځه لاړل او د ټوټه كېدو او نړېدو صحنه يې څه ډول وه؟ اوږد داستان دی چې د نړۍ د تاريخ ځانگړی باب جوړوي، په همدغه كچه ډېر څه پرې ويل شوي او ويل كېږي او په دې كې شك نشته چې دلته ترې په كيسه كې هم داسي ډېر څه راتلای شي چې د هېواد دننه او بهر شرائط، د ولس بېلابېل وضعيتونه او پر بنسټ يې د اسلامي امارت ځينې كورنۍ او بهرنۍ-مخكينۍ او اوسنۍ پاليسۍ يې نه ايجابوي، افغانستان له سيمې او نړۍ سره ښې او اسلامي امارت له ټولو هېوادوالوسره(مرور دي كه خوشال، په كور دي كه د باندې)او هم د هغوی تر منځ رښتونې ورورۍ او يووالی غواړي، بلنه ور كوي چې له بهر څخه كورته راشي او تېر هغه څه يې چې په دې لاره كې ورته خنډ او ځنډ رامنځته كوي آن په كومه ناسته او مجلس كې هم نه را يادوي/را ياد نشي چې ورځپاڼه يې هم يو ډول دی، نو دا به نورو ته پرېږدو.
خو په لنډ ډول: صليبي ښكېلاك چې څومره پراخ او زموږ د گران هېواد پر وړاندې يې ټوله نړۍ يو قطبه كړې وه، په كومه كچه چې د نړيوالې يكه تازۍ غرور او سرمستۍ پر سر اخيستی او تبليغاتو پړسولی و او له امله يې څومره چې موخې مبهمې او خيالي وې او څنگه چې يې پر بنسټ اوږده موده په مبهمه جگړه كې ښكېل شو؛ هغومره يې ټوټه كېدل، د تپلي استعماري جمهوريت نړېدل او گډه پرزېدنه ځپونكې او همغسې د اسلامي امارت د موازي نظام په توگه د ياد جمهوريت فزيكي سقوط له تعبيره لوړ و چې د وروستيو بهرنيو ځواكونو د روانېدو يو لړ هغه انځوريزې صحنې يې ښه جوتوي چې پكې په همدې حال طالب جنگياليو له دوه او دريو ميترونو واټن څخه او همدارنگه د هوايي ډگر له ټاورونو او د كانټينرونو له بامونو تر ذهني فشار لاندې نيولي. همدارنگه د ښكېلاك د سرخېلو او دلته استعماري نظام او چارواكو يې وروستی ځپلی نړيوال او كورنی حيثيت د دغه نظام د سقوط حجم ښه جوتوي چې پر ښكېلاك او تپلي جمهوريت يې ولاړې ډيموكراسي، لنډمهاله او اوږد مهاله پلانونه او ستراتېژۍ، تړونونه، ژمنې، موخې او گټې هرڅه آن په دې لاره كې پر اصطلاح بشري مرستو او ډيپلوماټيكو اړېكو سره چې له افغانانو او افغانستان سره يې ساتلې له منځه لاړل.
پر ځای يې له بشپړې ازادۍ او خپلواكۍ څخه برخمن اسلامي امارت/نظام را منځته شو، دا چې څنگه و او څنگه را منځته شو؟ د رامنځته كېدو صحنه يې څه ډول وه؟ څه يې وكړل؟ له كومو ننگونو را تېر او كومې لا پر وړاندې لري؟ د هماغه ياد داستان برخه دي چې د نړۍ د تاريخ ځانگړی باب جوړوي او… له دې امله هم پرې نه غږېږو چې د واك له تحليل او ارزونې پرته يې يواځي د معنوي سقوط ټكی را اخلو، هغه چې شل كاله وړاندې لومړۍ واكمنۍ د لاسته راوړنو او پرمختگونو په شور او ځوږ كې هم د هغه د فزيكي سقوط تر ټولو سترلامل ثابت شوی او اوس هم سره له دې چې اسلامي امارت، داعيه او موخې يې، پاليسۍ او پر بنسټ يې چارې او برنامې له لومړي ځل څو كلنې واكمنۍ سره پخېدو او پرې د هغه مستحكم بنسټ ښودل كېدو وروسته د اسلاميت او افغانيت په چوكاټ كې د تحليل او ارزونې اړتيا نلري؛ بياهم په كور دننه، سيمه ييزه او نړيواله كچه يې په اړه شكونه، اندېښنې، پوښتنې او ورسره ټكر غوښتنې تر ټولو زيات مطرح موضوعات دي چې له اړتيا پرته دښمنو كړيو د خپلو دښمنانه پاليسيو په چوكاټ كې رامنځته كړې، خو كه دغه ټكي ته پاملرنه زياته، جدي او كره شي؛ د دې گردو موضوعاتو د له منځه تللو چې د اسلامي نظام د معنوي او پرې ولاړ فزيكي غبرگو سقوطونو لامل گرځي؛ مخنيوی به شوی وي.
اسلامي امارت د لومړي ځل واكمنۍ مهال د جگړې پر ډگر له چټكو پرمختگونو سره په حكومتولۍ كې هم گړندي او د پام وړ گامونه پورته كړل چې د ټاپي پروژې، د نوي پولي واحد چاپ، د گرځنده ټليفون يوې شبكې او… پر سر له ځينې بهرنيو شركتونو سره ترسره كړې ناستې او تړونونه يې څو بېلگې دي، خو تبليغاتي پوښښ يې څومره چې ورته پكار و؛ نه درلود، بياهم غربي رسنيو د خپلو موخو لپاره چې كوم مغرضانه پوښښ ور كاو؛ ترې زيات و، په واقع كې دلته له همدې جنسه يوه پټه تبليغاتي جگړه وه چې يوه برخه يې همدغه مغرضانه پوښښ جوړوله او بيا بريا ته هم ورسېدله، خو د اسلامي امارت يې يا اړتيا او حجم ته پام نه و او ياهم يې ورسره بې پرواهي وكړه چې د معنوي او فزيكي سقوط لامل يې شو، بياهم چې يې ورته پام شول، پاملرنه يې ورته وكړه او د خونړۍ وسلوالې جگړې په سيوري كې يې په ښه ډول ترسره هم كړه؛ له مطلق سقوط وروسته يو ځل بيا تر تېر په ډېر پرمختللي توپير پر هېواد واكمنېدو كې يې رول له هيچا پټ نه دی او آن هغه دښمن هم پرې پر لسو ژبو اعتراف لري چې له پيله يې خپله پر تبليغاتو د نوې كارنده حربې او ضربې په توگه وسلواله جگړه تقويه او اسلامي امارت يې پرې سقوط كړ.
په لنډ ډول ويلای شو چې د اسلامي امارت په لومړي ځل سقوط كې هم د پام وړ رول د دښمنانه تبليغاتو و، بيا اوس هم تبليغاتو د هغه په بېرته را گرځېدو كې په هماغه كچه رول لرلی او په دې ډول تبليغات او تبليغاتي جگړه په پرمختگونو كې تر بلې هرې هغې خپل رغنده او اغېزمن رول په اثبات رسولی دی، خو په خواشينۍ سره واك ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم لكه چې ټول چارواكي يې د تبليغاتو له دغه رول څخه سمدم منكر شوي وي چې يواځي د ځمكني واقعيت په توگه پرمختگونو باندې تركيز كوي او نور بيا ورته د پوښښ ور كولو هيڅ هڅه نكوي، سره له دې چې غربي رسنۍ پرې بشپړې چوپې، يا يې سرچپه انعكاسوي او يا هم يې پر ځای ورته نور موضوعات رسنيز كړي، دا چې د مغرضانه پوښښ ډېرې هلې ځلې يې چې په تېر كې يې د خپلې تبليغاتي جگړې يوه برخه وه او په را وروستو كې د اسلامي امارت په پلوۍ اسلامپالو مبارزينو په خپله گټه را وڅرخولې؛ يادې رسنۍ يې ترې زړه تورې كړې، خو روان تبليغاتي مخ پر ځوړ وضعيت ته پر كتو كه دښمن لکه چې ليدل کېږي بيا له دې لارې هڅه وكړي او پر وړاندې يې همداسي مبارزه نه وي؛ بدې پايلې لرلای شي.
د خپلو او پرديو پرېكړو، پاليسيو، پرمختگونو، لاسته راوړنو او نويو موندنو، وړاندې كړيو خدماتو، پلانونو، روانو او راتلونكو هلوځلو، څرگندونو، غبرگونونو او…اړوند د فرهنگي او تبليغاتي پوښښ نه شتون كه له يوې خوا د دښمن د توندې تبليغاتي جگړې او د جگړې تر ټولو زيان رسونكي رنگ پر وړاندې موږ فلج او تبليغاتي رادار مو له كاره لوېدلی ښيي، له بلې خوا پر هېوادوالو او د نظام دننه هرې برخې پر چارواكو او افرادو هم منفي اغېز ښيندي، د دښمن تبليغات يې غولوي او موږ يې پر وړاندې پړ انگېري، د هېواد-وگړو-نظام-چارو-چارواكو په اړه كره درك نشي لرلای چې د پايلې په توگه يې د نه هيلۍ ښكار او په رنگ رنگ نادودو سر كېږي او تر ټولو گواښونكې دا چې په نظام كې را ټولو وگړو څخه د نظام په چوكاټ كې د فعاليت موخې، لومړيتوبونه او د ترسره کولو انګېزه وركېږي، ولوله يې پکې کمزورې کېږي او په نتيجه كې يې د رښتوني خدمت پر ځای د واك، رتبې، چوكيو او ډول ډول مادي هوسونو ښكار گرځي چې تر اوسه يې هم ځينې اغېزې شته او همدې ته د تېر په پرتله بشپړ معنوي سقوط وايو او ويلای شو.
په تېر كې مو فرهنگي تبليغاتي مبارزه دومره پياوړې وه چې باوري يم كه اوس هم همغه توكي رسنيز كړو او ترې کار واخلو؛ پورته ياد شوي د اوس مهال مطرح موضوعات ټول له منځه وړلای او چپ كولای شي، ځكه هغه په بېلابېلو بڼو زموږ د همدې فرهنگي او تبليغاتي غفلت زېږنده دي، جوبايډن هم اوس دومره غټ زړه وكړ چې د نن ستر حريف افغانستان په پلازمينه كې د نړۍ په كچه ستر مخالف دكتور ايمن الظواهري د وژنې تبليغاتي هڅې كوي او ځينې نورې استخباراتي كړۍ بيا د نړۍ پېژندل شوې سياسي ډلې او د امريكا استخباراتي پروژې وروستيو بزدلانه كړنو ته مذهبي رنگ او نوم ور كوي، هغه څه چې له ټولو هڅو او خواريو سره پكې له ماتې وروسته يې زموږ د تېرې فرهنگي او تبليغاتي مبارزې پر وړاندې اټكل قدري هم څه نشو كېدای او كه په فرهنگي او تبليغاتي ډگر كې زموږ همدا غفلت وي د غربي موخو او پاليسيو په چوكاټ كې را ټوكول شويو اصطلاحاتو او مطرحو موضوعاتو، د جوبايډن د جسارت او د يادو استخباراتي كړيو د كړنو د نوي نوم او رنگ پايلې او موخې ډېرې سنگينې بدمرغۍ او بد پيغامونه يې كېدای شي. لا سمح الله لا قدرالله

لوی ټکي: افغانستانسقوطمحسن سعودنظامونه
مخکینې مطلب

مظلومه_عبيره_قاسم؛ نه ځمکه وچاؤدله نه آسمان را ونړید!!!

بل مطلب

توماس ویسټ: افغانانو سره مرستو ته ژمن یو

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com