مظلومه_عبيره_قاسم؛ نه ځمکه وچاؤدله نه آسمان را ونړید!!!

نجیب اللّٰه عادل

په 2006 میلادي کال د مارچ میاشتي په دوولسمه نیټه د عراق په (المحمدي) سيمه کى پېنځه دانی امريکایې اشغالګر د ګزمی په مهال د یؤ عراقي مسلمان (طٰحٰه محسن) کور ته د تالاشۍ په پلمه داخل شول د کور خاوند د هغه ميرمن او دوه نور ماشومان يي په کوټه کې وتړل او بنديان يې کړل.

په انځور کې دغه ماشومه (عبيره قاسم) په یوه بله کوټه کې امریکایانو له ځان سره بندې کړه، د شرابو په نشه مست څلور واړه امريکایې ځناورانو لومړی د ماشومې (عبيره قاسم) سره په ډليېزه توګه جنسي تيرﺉ وکړ، د جنسي تيرې په مهال په بله کوټه کې امريکایې عسکر (سټيون ګرين) steaven green د ماشومې عبيره مور ، پلار او دوه ماشومان وروڼه په ډزو شهيدان کړل ۔

له هغې وروسته قاتل عسکر سټيون ګرين هم هغې کوټې ته داخل شو او له ماشومي عبيره سره يې د جنسي تيرې عمل تر سره کړ، د بربریت قيصه تمامه نشوه، له دغه ډليېزه جنسي تيرې وروسته امريکایې اشغالګرو ماشومه عبيره هم په دا سر باندي وويښتله، د خپل جرم پټولو لپاره امریکایانو د ماشومې عبيره په تنکې جسد باندي پیترول وپاشل، د ماشومې (عبيره قاسم) جسد د اور په لمبو کې وریت او لولپه شو، پينځه واړه امریکایې عسکر هم د ډيموکراسي نظام له برکته د امريکا له سترو محکمو څخه آزاد شول، خو مظلومه عبيره قاسم د اشغالګرو د وحشت، مسلمانانو د بیوسۍ او بیغیرتۍ له داستان سره په ايره شوې وجود باندي د (اللّٰهﷻ) حضور ته ورغله .

امریکا_بشري_حقوق

مربوطه مطالب

Back to top button