توماس ویسټ: افغانانو سره مرستو ته ژمن یو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي “توماس ویسټ” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمنه ده. او د افغانستان د بشري بحران د حل په برخه کې ټینګ هوډ لري.
ویسټ تېره شپه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا له خوا د ۱۵۰ میلیون ډالره مرستې اعلان به د غذایي موادو د ناامنۍ د له منځه وړلو، د افغان ماشومانو د زده کړو د دوام او د ښځو او نجونو د ځواکمنولو په چارو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.


